Nazia Iqbal Quits Singing, Vows to Preach Islam

بشير ګواښ – پراګ
مشال ريډيو
د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازيه اقبال اعلان کړی چې نور به د سندرو پر ځای د مذهب تبليغ کوي. په دې وروستيوو کې ډيرو سندرغاړو د کورونو د نه اجازې، ژوند ته د ورپيښو خطرونو او د موسيقۍ د ماحول د خرابوالي له وجې هنر پريښي. ځينې نور بيا دا کار غير اسلامي ګڼي. ځينې ديني عالمان هم دا کار جايز او ځينې نور حرام ګڼي.

پر ټولنيز ویب سایټ، فیس بوک ډاټ کام خپرې شوي، يوې تازه ويډيو کې سندرغاړې نازيه اقبال ويلي چې نور به سندرې نه وايي او د اسلام تبليغ ته مخه کوي. هغې دا اعلان په دوبۍ کې وکړ او وي ويل: ((له شپږو کلونو راهيسې مې سندرې ويلي دي خو له دې وروسته به مې نه څوک مخ وويني او نه به مې اواز واوري. زه د الله په لاره کې وخت لګوم.))
 
نظار يوسفزی چې دا ويډيو يې په فيس بوک کې اچولې او په دوبۍ کې د پښتنو د کلتوري ټولنو يو غړی دی وايي چې نازيه اقبال د دغه کار په کولو سره ښه پيغام پرينښود. هغه وويل چې کوم خلک دا ويډيو ويني نو وايي به چې نازيه اقبال ګنې له دې وړاندې کوم ډير زيات ناروا کار کاوه يا يې کومه ډيره لويه ګناه کوله.
 
ښاغلی يوسفزی وايي چې نازيه اقبال کورنۍ ستونزې لري او کيدای شي له دغې وجې يې سندرو ويلو ته شا کړی وي چې د هغې فن ته ترې نقصان ورسيد.
 
پر فيس بوک ډيرو خلکو د نازيه اقبال سندرو ويلو ته شا کول ستايلي دي خو نظار يوسفزی دا د کلتور لپاره لوی ګوزار ګڼي. هغه وايي چې پښتانه سندرې اوري خو سندرغاړي يې نه دي خوښ او نازيه اقبال بايد  سندرو پريښودلو ته مذهبي رنګ ورنه کړي.
 
نظار يوسفزی زياتوي.(( زما اصل اعتراض پر دې خبره دی چې نازيه اقبال دې کار ته د مذهب رنګ ورکړ. نوي سندرغاړي به اوس سندرو ويلو ته زړه نه ښه کوي او وايي به چې دا کار لکه چې په اسلام کې روا نه دی. ))  
 
له دې وړاندې هم ځينو سندرغاړو موسيقي پرې ايښي او تبليغ يې پيل کړی. په دوی کې يو شهنشاه باچا مشال ريډيو ته وويل سندرې يې ځکه پريښودلې چې ماحول يې ښه نه وو. د هغه په  وينا خلکو ترې داسې سندرې غوښتلي چې په ويلو يې هغه خپل ضمير ته خجالت  کاوه.
 
نظار يوسفزی وايي چې د دين او خير ښېګړي کارونه د هنر پر مخ بيولو سره هم کيدای شي. هغه زياتوي چې ډير داسې خلک پيژني چې هم خپل پنځه وخته لمونځ کوي او هم د خپل هنر له لارې د خپلې ژبې او کلتور خدمت کوي. 
 
شهنشا باچا چې اوس يې خپل نوم شاه جهان ته بدل کړی، هم وايي چې هنر د دين مخه نه نيسي او کيدای شي چې د فن پر مهال هم سړی نور خلک دين او د خیر ښیګړي کارونو ته راوبولي.  
 
د پښتو فلمونو مشهور ټوکمار اداکار لياقت ميجر چې په سينتيس مشهور دی هم په فلمونو کې له کار کولو وروسته تبليغ ته مخه کړې. هغه مشال ريډيو ته د خپل نوي او زاړه کار په اړه وويل. ((زه دا نه وايم چې هغه تير کار مې ډير خراب وو يا دا کار مې ډير ښه دی او يا زه د تبليغ په کولو سره ډير متقي شوم.))
 
ځينې پښتنو هنرمندانو د سخت دريځو له لاسه ژوند ته د ورپیښو خطرونو، ځينو د کورنيوو ستونزو اوځينو له  هنر سره د تړلي ماحول د خرابوالي له وجې دې ته شا کړي خو ځینې نورو بيا دا کار غير اسلامي ګڼلی.
 
قاضي حسن حقيار چې په شريعت کې پراخه او او لوړې زده کړي لري او په اسلام کې د موسیقۍ پر ارزښت يې يو کتاب هم ليکلی،  وايي. ((موسيقيت، خوږغږي،ترنم او هر هغه شی چې پر ذهن باندې خوږ لږيږي، د دې تعريف له مخې  موسيقي حرامه نه ده. موسيقي په اسلام کې تاريخ لري. د صحابه وو په وخت کې وه، د حضرت پيغمبر اکرم(ص) په وخت کې وه. آن په ځينو وختونو کې پيغمبر اکرم (ص) امر کړی چې په ودونو کې دې موسقي وي. دريا دي وي او د هغه وخت د موسيقۍ ځينې نور آلات دي وي خو هغه موسيقي چې نن سبارواج لري، د انجونو ګډاګاني دي، نڅاوې دی، فاحشه موسيقي ده او انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، حرامه ده.))
 
د نازيه اقبال د سندرو د پريښودلو په ويډيو کې اداکار اسماعيل شاهد هم د نورو هنرمندانو سره پر سټيج ولاړ وي. هغه د نازيه اقبال له اعلانه وروسته وویل  چې پر دغه کار ډير خفه شو.
 
نازیه اقبال د سوات اوسيدونکي ده چې څه موده وړاندې يې د ننګرهار جاويد فضا سره واده کړی او تر دې دمه يې په زرګونه سندرې يې ويلي دي
يادښت : دا رپورټ له دې وړاندې په مشال ريډيو کې خپور شوی دی
د نازيه اقبال د دغه اعلان ويډيو دلته کتلی شئ

1 comment: